هرات کې د انځیرو د حاصلاتو د موسم له رارسېدو سره، د دغه ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست وايي چې سږکال به په دغه ولایت کې اته زره ټنه انځیر راټول کړای شي.
د هرات د کرنې ریاست مني چې سږکال د انځيرو د حاصلاتو له زیاتوالي سره سره، د بازار نشتوالی د هرات د انځیرو د بڼوالو پر وړاندې یوه ستونزه ده.
د کرنې رییس عبدالصبور رحماني په دې اړه وویل:«کابو درې کاله کېږي، خو تراوسه هوايي دهلېز چې ټاکل شوې وه په هرات کې فعال شي، فعال شوی نه دی.»
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې بڼوال عبدالستار د انځیرو په بڼ کې د خپل یو کلن زیار حاصل راټولوي. د نوموړي په وینا سږکال یې انځیرو ښه حاصل ورکړی. خو د بازار نشتوالي دا بڼوال اندېښمن کړی دی.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ یو بڼوال عبدالستار بڼوال وايي:«موږ د سړخونې او بازارموندنې له ستونزو سره لږ ستونزه لرو؛ زموږ انځیر ښه نه پلورل کېږي.»
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د انځيرو یو شمېر بڼوال وایي چې د بازار د نشتوالي له امله یې د حاصلاتو یوه برخه له منځه تللې ده.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ یو بڼوال عبدالرحمان څرګنده کړه:«د پلور بازارونه نشته، موږ بڼوالان تباه یوو.»
په هرات کې د انځیرو تر ټولو ډېر بڼوڼه د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې دي.