دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 217116
د پاکستان طالبانو بېلابېلې ډلې بېرته د پاکستان پر وړاندې يو ځای شوې
پاکستاني طالبانو يا تحريک طالبان پاکستان (TTP) تازه اعلان کړی چې له دې ډلې دوه جلا شوي وسله‌وال ګروپونه بېرته له دوی سره يو ځای شوي دي. د تحريک طالبان پاکستان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جماعت الاحرار او حزب الاحرار بېرته د تحريک طالبان پاکستان ډلې له مشر مفتي نورولي سره بيعت کړی دی. له هغه وروسته چې د امريکايي بې‌پيلوټه الوتکو په برېدونو کې د پاکستاني طالبانو بېلا بېل مشران ووژل شول، په دغه ډله کې يو شمېر اختلافات هم رامنځته شول. جماعت الاحرار په ۲۰۱۴ کال کې له ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان څخه جلا شوه او په ۲۰۱۶ کال کې يې د لاهور په يوه پارک کې د مسيحيانو د اختر پر مراسمو د ستر بريد مسووليت پر غاړه واخيست. په دې بريد کې ۷۰ تنه ووژل او ډېر نور ټپيان شول. ټي ټي پي په خپله اعلاميه کې ويلي، دوی جماعت الاحرار او حزب الاحرار ته ښه راغلاست وايي او هيله لري چې دا ډول نورې ډلې هم ورسره يو ځای شي.

له هغه وروسته چې د امريکايي بې‌پيلوټه الوتکو په برېدونو کې د پاکستاني طالبانو بېلا بېل مشران ووژل شول، په دغه ډله کې يو شمېر اختلافات هم رامنځته شول.

جماعت الاحرار په ۲۰۱۴ کال کې له ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان څخه جلا شوه او په ۲۰۱۶ کال کې يې د لاهور په يوه پارک کې د مسيحيانو د اختر پر مراسمو د ستر بريد مسووليت پر غاړه واخيست. په دې بريد کې ۷۰ تنه ووژل او ډېر نور ټپيان شول.

ټي ټي پي په خپله اعلاميه کې ويلي، دوی جماعت الاحرار او حزب الاحرار ته ښه راغلاست وايي او هيله لري چې دا ډول نورې ډلې هم ورسره يو ځای شي.

 
https://avapress.com/vdcdf50x9yt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته