د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني او لومړي مرستیال یې امرالله صالح تېره شپه ناوخته د کابل ښار له پنځمې امنیتي حوزې څخه لیدنه کړې او د اړوندو مسئولینو کړنې یې ارزولې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د برنامو، له خلکو سره د اړیکو او د هغوی د نارضایتۍ د کچې، په ساحه کې د جرمونو د مخنیوي، د امنيتي برنامو د تطبیق، څارنې او ګزمو په اړه د پنځمې امنیتي حوزې د مسئولینو راپور واورېده.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر د دغه راپور تر اورېدو ورسته د یادې حوزې امر ته لارښوونه وکړه چې له مجرمینو سره جدي چلند وکړي او د دې حوزې د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره دې چټک ګامونه واخلي.
د یادونې ده چې پنځمه امنیتي حوزه د کابل ښار ترټولو نا امنه حوزه شمېرل کېږي چې په کې ګڼ وسلهوال غله فعالیت کوي، خو تر اوسه یې مخه نه ده نیول شوې.