دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 217184
خلیلزاد: د بین الافغاني خبرو د ځنډېدو لپاره هېڅ دلیل نشته
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو پر ژر تر ژره پیلېدو ټینګار کړی دی. ښاغلي خلیلزاد نن جمعه اګست۲۱(زمري۳۱) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د بین الافغاني خبرو د ځنډېدو لپاره هیڅ دلیل نشته.

زلمي خلیلزاد د تېرې سې شنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت پیغام کې هم ویلي چې افغانان د سولې تږي دي او باید ژر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې پیل شي.

نوموړي د افغانستان د پوهنې وزارت د علمي شورا پر رئیس او د سولې پر فعال عبدالباقي امین برید غندلی او زیاته کړې ده چې هغه په هیواد کې د سولې ټینګېدو لپاره زیاتې هڅې کړي دي.

هغه پر عبدالباقي امین برید د هغو کسانو کار بللی چې غواړي د سولې هڅې له ځنډ او ګډوډۍ سره مخ کړي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي:"موږ دغه تروریستي عمل غندو. د هغه کورنۍ، دوستانو او د افغانستان خلکو ته چې د سولې غوښتونکي دي تسلیت وړاندې کوو. ټول اړخونه باید د ډاکټر امین حق ته د احترام لپاره، تاوتریخوالي کم کړي، بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پيل کړي. د بین الافغاني خبرو ځنډېدو لپاره هېڅ دلیل شتون نه لري."

ډاکټر عبدالباقي امین د تیرې چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شوو.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د افغان امیني او دفاعي ځواکونو له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې د لمانځنې غونډې ته په خپل ویډیوي پیغام کې ویلي چې د سولې د مخامخ خبرو لپاره یې ټول خنډونه لرې کړي دي.

ښاغلي غني زیاته کړې:"د باغزته او تل پاتې سولې ته د رسیدلو لپاره او د طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پلاوي د خبرو د پیل لپاره مو ټول خنډونه او بهانې لرې کړي دي. مونږ د داسې سولې ټینګیدو لپاره هڅې کوو چې په هغه کې زمونږ ځوانان د وطن د ابادولو په چارو بوخت وي نه د نورو د لاس الې."

ښاغلي غني وویل سولې ته رسیدل خپل رسالت او مسولیت ګڼي او په همدې خاطر يې د طالبانو په ډله په وار وار غږ کړی چې دایمي اوربند ومني او ژر تر ژره د افغانستان اسلامي دولت سره مخامخ خبرې پیل کړي.
https://avapress.com/vdcivyar5t1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته