دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 217225
امریکا پر ۱۴ ایراني وګرو بندیزونه ولګول
امریکا پر ۱۴ امریکايي وګړو له بشري حقوقو د سرغړونې په تور د وېزې بندیز لګولی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ پر ۱۴ ایرني وګړو د ویزې بندیز ولګاوه او ويې وویل، دغه خلک د ایران د رژیم له خوا د بشري حقوقو څخه په سرغړونو کې ښکېل وو. نوموړي ویلي، دا کړنې په نړۍ کې د ایراني حکومت د ډېری قربانیانو لپاره د ملاتړ پیغام دی چې ترهګري خپروي. پمپیو دغه را ز ویلي، امریکا پر ایران فشار راوړي چې له خپلو خلکو سره په سمه توګه چلند وکړي. د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د خرابېدو په حال کې دي او امریکا بیا کوښښ کوي چې پر ایران د نړیوالې ټولنې له خوا بندیزونه زیات کړي.
https://avapress.com/vdcewf8wnjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته