دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 217262
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ مېلر له طالبانو غوښتي چې د خلکو غوښتنې ته چې هغه د تاوتریخوالي کمول دي، مثبت ځواب ورکړي. سکاټ میلر د افغانستان شمال ته د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه سفر پرمهال ویلي چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي. هغه له افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ ویلي هڅه کوي چې افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره سمه لاره وټاکي. دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې بهیر یو ځل بیا له خنډ سره مخ شوی دی.
https://avapress.com/vdcfved00w6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته