دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 217354
داعش او القاعده  ډلې له عربستان سره مرسته کوي
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل حکومتي عسکرو او ولسي کمیټیو په البیضا ولایت کښې په عملیاتو کښې داسې سندونه موندلي دي چې د سعودي عربستان په ائتلاف کښې د داعش او د القاعده ترهګرو ډلو د عناصرو د مشارکت ښودنه کوي .
.
هغه زیاته کړه چی د یمن وسله والو ځواکونو په البیضا ولایت کښې واقع په  قیفه سیمې او د هغې په شاوخوا کښې ځانګړي پوځي عملیات ترسره کړي دي .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع بیا وویل چی د پوځ په دغو عملیاتو کښې د تکفیري عناصرو په ترټولو سترو پټنځایونو بریدونه وشول او یوشمیر سیمې  له ټروریسټانو ازادې شوې چیرې چې د عربستان د ټاپو وزمې په سویه د القاعده او د داعش ترټولو ستر مرکزونه وو .
هغه سربیره وویل په دغو عملیاتو کښې څه دپاسه دوه سوه پنځوس(۲۵۰)تکفیریان مړه ، ژوبل او یا ونیول شول او ځینې وژل شوي کسان د عربو او د نورو هیوادونو ښاریز دي  .
په یمن کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، اسرائیل ، اردن ، امریکا ، انګلستان او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .
https://avapress.com/vdchmqnik23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته