دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 217460
بلخ کې د کومانډو ځواکونو پر قطعې موټربم برید وشو
بلخ ولایت کې د کومانډو ځواکونو پر منتظره قطعې موټربم برید شوی دی.
دا برید نن سهار په بلخ ولسوالۍ کې شوې ده.
بلخ کي د شاهین قول اردو قومندان، هیبت الله علیزي ویلي له چاودیدونکو توکو یوه ډک مازداد موټر د کومانډو ځواکونو قراول ته څیرمه چاودنه کړې چې پایله کې یې یو تن سرتیری وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د ښاغلي علیزي په وینا په دې پيښه کې له ۳۰ تر ۳۵ تنه ملکي وګړي هم وژیل شوي یا ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت ویلی د دوی د لومړنیو معلوماتو پر اساس، تر اوسه ۲ ملکی وګړي او یو سرتیری وژل شوي او ۱۴ ملکیان او ۶ سرتیري ټپیان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfved0xw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته