دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 218070
امریکا یوسف نورستانی په بند محکوم کړ
امریکا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر محمد یوسف نورستانی امریکا کې له عمومي بودېجې د غلا په تور په کورني بند محکوم کړ.
د افغانستان بیا رغونې څېړونکې امریکايي اداره سیګار وایي، د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستاني د امریکا یوې فدرالي محکمې قاضي له عمومې بودېجې د غلا په تور په شپږ میاشتې کورني بند محکوم کړی او تر دریو کلنو پورې به تر څارنې لاندې وي.
سیګار وايي، نورستاني د ۲۰۱۵ کال او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ موده کې د خپلو سفرونو او میشت ځایونو په هکله دروغ ویلي او په غیري قانوني توګه یې د امریکا له عامه خیریه پانګې له ۱۰۰ زره ډالرو زیاتې پیسې ترلاسه کړې دي.
سیګار وايي، نورستاني د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې د دولتي مالي مرستې لپاره غوښتنلیک هم ورکړی و، چې هغه مرسته له کم عاید لرونکو کسانو سره د امریکا حکومت کوي.
د یادونې ده چې نورستاني خپل ټول جرمونه منلي او د امریکا عدلیې وزارت ته یې ویلي، چې اخیستې پیسې به بېرته عامه بودېجې ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې  څو ورځې وړاندې د سویډن حکومت هم ویلي و چې د افغانستان د چارو ادراې اوسنی رئیس فضل محمود فضلي کورنۍ په سویډن کې اوسېږي او هره میاشت د دوی حکومت ورته د کم عاید لرونکي کورنۍ په توګه پیسې ورکوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5j0xzyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته