دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 218312
صالح: د حکومت مذاکره کوونکې ډله هغه وخت دوحې ته ځي چې د طالبانو هیئت چمتو شي
د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي، د حکومت مذاکره کوونکې ډله هغه وخت دوحې ته سفر کوي چې لومړی د قطر حکومت د طالبانو د هیئت د چمتووالي ډاډ ورکړي.
امرالله صالح تېره شپه له طلوع نیوز سره په خبرو کې دا هم وویل چې حکومت له تېرې جمعې قطر ته د تګ لپاره خپله ډله چمتو کړې ده.

ښاغلی صالح ډاډ ورکوي چې د حکومت مذاکره کوونکې ډله هره شېبه چمتو ده د افغانانو په خپلمنځي مذاکرو کې د ګډون لپاره قطر ته لاړه شي.
خو امرالله صالح برايي رابلل شوي بحث ته وویل، ستونزه د طالبانو په مذاکره کوونکې ډله کې ده چې تر اوسه دغو مذاکرو ته چمتو شوې نه‌ده.
 
هغه زیاته کړه: "په عامه اصطلاح توپ د طالبانو په میدان کې دی. هر وخت چې د طالبانو پلاوی قطر ته ورسېږي او د قطر حکومت ډاډ راکړي چې د طالبانو پلاوی خبرو ته لازم چمتووالی لري، زموږ پلاوی تګ ته چمتو دی."
ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، د طالبانو په مذاکره کوونکې ډله کې وروستي بدلونونه د ځینو اختلافاتو ښکارندويي کوي چې پاکستان ته د طالبانو د یوه هیئت تر سفر وروسته اعلانېږي.
طالبانو د شنبې په ورځ مولوي عبدالحکیم حقاني د خپلې مذاکره کوونکې ډلې نوی مشر، عباس ستانکزی د دې ډلې مرستیال او محمد نعیم وردک په قطر کې د سیاسي دفتر د نوي ویاند په توګه اعلان کړل.
مخکې ویل کېدل چې عباس ستانکزی به د مذاکره کوونکې ډلې مشر وي. د سولې بین‌الافغاني خبرې چې د مارچ میاشتې ۱۰مې ته پلان شوې وې، د بندیانو د تبادلې پر سر د اختلافاتو له کبله وځنډېدې. اوس چې د بندیانو تبادله بشپړه شوې، لا هم دقیقه معلومه نه‌ده چې د افغانانو خپلمنځي مذاکرې به کله پیلېږي او څومره وخت به دوام کوي.
 
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوي ویاند محمد نعیم وردک تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دی هم نه‌پوهېږي چې مذاکرې به مشخصاً کله پیلېږي.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، حکومت د سولې مذاکرې په اوونیو یا میاشتو پورې نه‌منحصر کوي.
هغه زیاته کړه: "موږ مذاکرې په اوونیو، میاشتو او ورځو پورې نه‌مقیدوو. زموږ د عزت بحث دی. که مذاکرې د با عزته سولې سبب کېږي، په یوه ورځ مخ ته ځو. که موده وغځېده موږ د چا مهال‌وېش پر ځان نه‌شو تپلی. موږ ته مهمه موضوع دا ده دا بحث چې تاسو اوس دلته جوړ کړی، تر سولې وروسته هم امکان ولري."

د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د ژر پیل په هدف د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته تللی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs4qii2bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته