د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د اروپایي ټولنې له استازي ارنول پاولس سره لیدلي.
له سپېدار ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې په کابل کې د اروپايي ټولنې له مشر ارنول پاولس سره لیدلي او پر افغان سوله یې بحث کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل، د تاوتریخوالي د کمښت او د مذاکراتو په لړ کې د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو د ستایلو په اړه د نظر تبادله وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، د ملي پخلاینې عالي شورا د اروپايي ټولنې له همیشنیو مرستو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات بریالي کېدل د سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو د همکاریو په دوام پورې اړه لري.
د یادونې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د اروپایي ټولنې او کاناډا د استازولی یوه خبرپاڼه خپره کړې وه او پر افغان حکومت یې غږ کړی و چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت دې له لاسه نه ورکوي او ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.