دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 218471
ټرمپ نن عراق او راتلونکو ورځو کې افغانستان کې د سرتېرو کمولو اعلان کوي
ټاکل شوې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن عراق او په راتلونکو څو ورځو کې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د کمولو اعلان وکړي.
پرون رويټرز د يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې په پام کې ده، د چهارشنبې په ورځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په عراق او راتلونکو څو ورځو کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو اعلان وکړي.
ټرمپ د خپل کمپاين پر مهال له خلکو سره ژمنه کړې وه چې امریکايي سرتېري به له هغو جګړو راباسي چې پای نه لري او ډېرې اوږدې شوې دي.
له بل لوري امريکا د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې له طالبانو سره په هوکړه کې هم ژمنه کړې چې په ۱۴ مياشتو کې به له افغانستانه خپل ټول سرتېري باسي.
دم ګړۍ امريکا په افغانستان کې څه باندې ۸۰۰۰ سرتېري لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyvarzt1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته