دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 218531
د کابل-ډېلي ترمنځ محدود هوايي پروازونه پیل شول
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وایي د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره به له دې وروسته د کابل او ډېلي ترمنځ په اوونۍ کې یو پرواز ترسره کېږي.

دا پروازونه داسې مهال پیلېږي چې په هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر لوړ ښودل شوی او افغانان‌یې اندېښمن کړي دي.
خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وایي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به دغه پروازونه محدود وي.
د دغې ادارې ویاند نعیم صالحي ازادي راډیو ته وویل د دواړو هېوادونو د هوکړې له مخې ډېلي ته په اوونۍ کې یو پرواز کېږي او دغه الوتنې یوازې هغو ناروغانو ته دي چې په هند کې بند پاتې دي او یا هم هغه هېواد ته د درملنې لپاره ځي.
څو ورځې وړاندې په ډېلي کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې د دغو دواړو هېوادونو د هوکړې له مخې د سنبلې په ۱۶مه د کابل-ډېلي ترمنځ د اریانا افغان او ایر انډيا دوه اړخیز سفرونه پیلېږي.
بل‌خوا د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د شمېرو له مخې دا مهال ۱۴ زره افغان محصلین په هند کې زده‌کړې کوي چې په خبره‌یې دا مهال نه‌یوازې دا چې په هغه هېواد کې د یو شمېر مسافرو بندوالي زیاتې ستونزې پیدا کړي، بلکې هوايي شرکتونو ته هم میلیونونه ډالر مالي زیان اوښتی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmcd0yw6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته