دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 218569
په افغانستان کې د کروناویروس ۲۸ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په دغه هېواد کې د کروناویروس ۲۸ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان د کروناویروس ۳۴۳ مشکوکې پېښې معاینه شوي چې له دې شمیرې ۱۱ په هرات، اوه په دایکندي، څلور په کابل، څلور په بلخ او دوه په کندز کې مثبتې تشخیص شوي دي.
د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په دې موده کې د کروناویروس له امله څوک مړه شوي نه دي او ۸۱ کسان بېرته له دغې ناروغۍ څخه ښه شوي دي.
د دغه وزارت د شمیرو له مخې په افغانستان کې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمیر ۳۸زره او ۵۷۲ تنو ته رسېدلی چې له دې شمیرې ۱۴۲۰ تنه مړه شوي او له ۳۱زرو زیات بېرته روغ شوي دي.
د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ میلادي کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.
د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښيي چې د پنجشبنې تر ورځې د سپټیمبر ۱۰ (وږي ۲۰) په نړۍ کې څه باندې ۲۷میلیونه او ۸۸۰زره تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو ۹۰۴زره تنه مړه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg379xyak9qn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته