د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۱۴مه نېټه) دغې ادارې په یوه اعلامیه کې د بشري حقونو له ادارو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د یونان په موریا کمپ کې له پناه غوښتونکو سره د استوګنځای او زدهکړو په برخه کې مرسته وکړي.
دا وروسته له هغه چې پنځه ورځې مخکې د یونان په لیسبوس ټاپو کې د اور لګېدو له کبله موریا کمپ لهمنځه لاړ.
یوازې په یونان کې نه، بلکې په نورو اروپايي هېوادونو کې هم پناه غوښتونکي له بد وضعیته سر ټکوي.
مرتضا یو افغان پناه غوښتونکی چې د فرانسې په سین سانت دنيس (Seine-Saint-Denis) کمپ کې اوسي، داسې وايي: "موږ هم انسانان یو، ژوند لرو. پولیس موږ په عذابوي، خلک زموږ موبایل، ګوشي او داسې نور شیان حتی خېمه مو غلا کوي. موږ څه ګناه کړې ده؟"
د یونان د پناه غوښتونکو په کمپ کې د اور لګېدو وروسته د جرمني حکومت ویلي چې له یونان سره په تماس کې دی چې په لومړي قدم کې بېکوره شوي کوچنیان او په دوهم کې هغه کورنۍ جرمني ته ورپرېږدي چې کوچنیان لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)