دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 218979
لوګر کې ۲۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
لوګر ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند ۲۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۲۶ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۱۲۲ میلیونه افغانۍ دي، چې پرون د لوګر ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وایي، چې په دغو بشپړ شویو پروژو کې د پیازو ۹۱ زېرمتونونه، د کچالو ۷۹ زېرمتونونه او ۲۸ ممیزخونې جوړول او د سبو او مېوو ۲۸ وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.
 دغه نوي پروژې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په لوګر ولایت کې یادې کرنیزې پروژې پلي کېدل ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو د خوښۍ لامل شوي دي.
 دوی وایي، چې یاد کرنیزې برنامې کولای شي، چې د کرنې په میکانیزه کولو او وده کې رغنده رول ولوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzwb59rhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته