دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 219389
بلخ کې د صرافانو ټولنې مشر وتښتول شو
د بلخ امنيتي چارواکي وايي، دغه ولايت کې د صرافانو ټولنې مشر د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی.
د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل وايي، دغه پېښه نن سهار وختي ۴ بجې او ۴۰ دقيقې د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې په سياګرد سيمه کې رامنځته شوې ده.
عادل زياته کړه، د صرافانو ټولنې مشر عبدالقيوم چې کله غوښتل له خپل کوره مسجد ته لاړ شي، برمته شوی دی.
د نوموړي په خبره، پوليسو ټولې مشکوکې سيمې تر څار لاندې نيولې دي او له جنايي جرمونو سره د مبارزې تخنيکي ټیم هم په دې تړاو خپلې څېړنې پيل کړې دي.
عادل زياتوي، د پوليسو له لوري امنيتي کمرې څارل کېږي.
له دې سره هم‌مهاله په بلخ ولايت کې لاريونونه پيل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6wniw23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته