د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نظامي یونیفورم او البسې یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د خبرپاڼې په حواله په یاده زېرمه کې، ۶۵ زره جوړې یونیفورم او ۴۵ زره جوړې عسکري بوټونه شامل دي چې له تېرو کلونو راهیسې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند “ډسپېچري” سیمه کې په نهو څلوېښت فوټه کانتینرونو کې ځای پر ځای شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)