دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۴۰
د مطلب کود : 220275
ولسمشرغني د قطر له امیر سره وکتل
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره مل پلاوي نن په دوحه کې د قطر له امیر شیخ تمیم حمدبن ال ثاني سره وکتل.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان او قطر د اړیکو د لا پراختیا، اقتصادي همکاریو او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
خبرپاڼه لیکي، د قطر امیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ګډې هلې ځلې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لامل شي.
د خبرپاڼې په خبره، نوموړي همدارنګه وویل، موږ ته دوه اړخیزې اړیکې او مناسبات ډېر مهم دي او د دې وخت را رسېدلی چې دواړه هیوادونه د دوه اړخیزه اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړي او ګډ پلاوي به ورباندې عملا کار کوي.
د خبرپاڼې له مخې ولسمشرغني وویل:
 موږ چمتو یوو په هغو مسایلو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ زیاتوي کار وکړو.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر تېره ورځ لومړی کویټ او بیا قطر ته لاړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcd5z0xkyt0xx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته