ښاغلي اندرابي تېره شپه (شنبه، ۱۹تلې) د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې څخه لیدنه کړې.
اندرابي پولیسو ته ویلي: «کله چې له مجرم سره مخ کېږئ، ویې ولئ. په اصولو خو یې پوهېږئ چې پر پښو یې وولئ، په نورو ځایونو یې وولئ.»
هغه ویډیو چې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې څخه له لیدنې او د دې حوزې له مسوولینو سره له خبرو یې خپره شوې، ښاغلي اندرابي ویلي، هر کله که پر مجرمینو د پولیسو ډزو له امله چا دعوا وکړه، د دعوا طرف یا خوا به یې د کورنیو چارو وزارت وي.
هغه دغه راز ویلي، هېڅوک څارنوالۍ ته د پولیسو ور پېژندلو حق نه لري. اندرابي ټینګار کړی، چې نوموړي د کورنیو چارو وزارت د کورني امنیت ریاست ته لارښوونه کړې، چې د پولیسو هېڅ منسوب وړاندې له دې چې هغه سره یې راپور شریک شوی نه وي، څارنوالۍ ته معرفي نه کړي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په داسې حال کې له دې حوزې لیدنه کړې، چې تېر کې ډېر جرمونه او وسله والې غلاوې په همدې حوزه کې رامنځته شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)