د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن "یکشنبه" ازادي راډيو ته وویل، دوی هڅه کوي چې پروسه شفافه او وړ کسان ورته وګماري.
ښاغلی مسجدي زیاتوي: "د مالیې وزارت په تاریخ کې په لومړي ځل د ګمرکاتو ریاستونه ازادې سیالۍ ته سپارل کېږي، مالیې وزارت چې کومه ژمنه کړې پر بنسټیې ټول بستونه که هغه عوایدي وي او یا غیر عوایدي ټول ازادې سیالۍ ته ورکوو څو وړ کسان ورته راشي."
د افغانستان د ماليې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د کابل،کندهار، ننګرهار، خوست، نیمروز،کندز، فراه، فاریاب او هرات ګمرکونو ریاستونه نن ازادې سیالۍ ته ولاړل.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسې ادعاوې موجودې وې چې د ګمارنې په پروسه کې فساد شته او د کمرکونو ریاستونه په پیسو خرڅېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)