دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 220544
دیني عالمان: د پولیو واکسین د اسلامي شریعت له مخې جایز دی
د ننګرهار د علماوو شورا مشر مولوي حبیب الله جلال ابادي تر مشرۍ لاندې د ختیځ نورو دیني عالمانو د پولیو پر وړاندې د واکسین پر مشروعیت خلکو او روغتیایي ادارو ته فتوا ورکړی ده.
مولوي جلال ابادي چې په ختیځ کې د حکومت له ډېرو پروژو ملاتړ کړی نور عالمان هڅولي چې په جوماتونو کې د وعظ پرمهال د واکسین پر ګټو او د پولیو ناروغۍ پر زیانونو خلکو ته ویناوې وکړي.
هغه وویل: "... رسول الله صل الله علی وسلم فرمایي چې الله پاک د هر مرض لپاره د هغې دوا پیدا کړې ده، موږ خپله پر دې فتوا ورکړې چې واکسین جایز دی او څوک چې ورته حرام وایي دا د هغوی غلط فهمي ده".
د ننګرهار ټول عالمان د اسلامي نړۍ د نورو دیني عالمانو د فتواوو په دوام په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د مشروعیت لپاره مبارزه کوي. پولیو ضد واکسین د افغانستان په ګډون د اسلامي نړۍ په ټولو هیوادونو کې پر کم عمره ماشومانو پلی کېږي.
په ننګرهار کې عام خلک هم د پولیو ضد واکسین په ملاتړ د دیني عالمانو مبارزه ستایي او وایي چې د دوی دریځ او ملاتړ د پولیو ضد واکسین پر وړاندې خنډونه له منځه وړلی شي.
د ننګرهار دوه تنه محصلین اباسین او لطیف الله په دې اړه داسې وایي: "دیني عالمان په دې پروسه کې ډېر رغنده رول لوبولې شي ځکه دلته ټولنه له دیني عالمانو اغېزمنه ده او که دوي د پولیو واکسین د مشروعیت لپاره فتوا ورکړي،نو د خلکو لپاره به د منلو وړ وي".
په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) هم د پولیو له واکسین څخه د دیني عالمانو ملاتړ ګټور او اغېزناک بولي او وایي چې دوی کولی شي د واکسین پر وړاندې شته ننګونې له منځه یوسي.
د یونیسف د عامه پوهاوي متخصص کمال شاه وایي: "مونږ کولاې شو د پولیو په هکله د عامه پوهاوي په برخه کې رغنده رول ولوبوو، خلکو ته د پولیو د خطرونو په هکله خبرداری او هغوی دې ته وهڅوو چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي".
د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۵۲ پیښې ثبت شوې، خو په ننګرهار ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0xqi02bqip8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته