له ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت وزیر د هلمند ولایت د وضعیت د ارزونې او له سیمهییزو چارواکو سره د لیدنې په موخه دغه ولایت ته تللی.
دا په داسې حال کې ده چې په هلمند ولایت کې له تېرې یکشنبې را هیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو خبره کوي.
په ورته وخت کې تېره شپه په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو دوې چورلکې په داسې حال کې سره ټکر شوې دي چې د جګړې له ډګره یې ټپیان لېږدول، په دغه پېښه کې نهه کسان وژل شوي دي.