دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 220864
ماین چاودنې د سالنګ ولسوالۍ جنايي امر او د بلوک قوماندان وژلی
د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، دغه چاودنه نن شنبه اکتوبر۱۷(تلې۲۵) سهار څه باندې شپږ بجې د یادې ولسوالۍ په «سیاسنګ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پروان والي ویاندې وحیده شهکار ته وویل چې یاد امنیتي کسان د وظیفې په حال کې و چې د «سیاسنګ» سیمې په للمي سبزک» سیمه کې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
نوموړې زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې د سالنګ ولسوالۍ جنايي امر جماالدین، د یادې ولسوالۍ د بلوک قوماندان او یو امنیتي سرتیری وژل شوي او د یادې ولسوالۍ د تروریزم مدیر ټپي شوی دی.
که څه هم سیمه ییز چارواکي وایي، په دې اړه پلټنې پيل کړي، خو تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
بلخوا د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې هم چسپکي ماین چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه چاودنه نن شنبه د بګرام ولسوالۍ په «شاکا» سیمه کې د کاپیسا د«روند سبز» ولایتي مسؤل قاضي احمدي پر موټر شوې ده.
د چارواکو په وینا په دغه ماین چاودنه کې خپل قاضي احمدي او موټر کې ناستو کسانو ته زیان نه دی رسېدلی، خو د یو ماشوم په ګډون څلور ملکيان پکې ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت هم کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vnik23ni6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته