دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 220890
پراون ولایت کې چاودنې درې تنه وژلي
د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د دغه ولایت جنايي امر، د ټولي قومندان او د پولیسو یو سرتېری وژلي دي او د سالنګ ولسوالۍ د تروریزم امر ټپي شوی دی.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي چې دغه پېښه نن سهار د سالنګ ولسوالۍ په للمه سبزک کلي کې هغه مهال رامنځه شوه چې د دغو ځواکونو د لېږد موټر پر ماین برابر شو.
د شهکار په وینا، د پولیسو ځواکونه د یوه ماموریت د ترسراوي لپاره د سالنګ سیاه سنګ کلي ته تلل.
ورته مهال، د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې پر یوه موټر د مقناطیسي ماین چاودنه کې د ملي پوځ یو سرتېری او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د بګرام په روغتون کې یوه سرچینه وايي چې دغه پېښه د سهار نهه نیمې بچې شوې او د دوو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
ورته مهال د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان ویس الله تاج وايي چې دغه پېښه د مقناطیسي ماین چاودنې له امله وه چې په کاپيسا کې د زرغون بهیر د رییس پر موټر شوې وه. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyz9xzak9x74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته