دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 253638
جرمني پنځه تاجکستانیان د داعش د غړبتوب له امله په زندان محکوم کړل
جرمني کې یوې محکمې د سه شنبې په ورځ مې ۳۱ (غبرګولي ۱۰) د تاجکستان پنځه تنه اتباع د اسلامي دولت له یوې کړۍ سره د روابطو له امله چې په جرمني او بهر کې یې د ترهګریزو بریدونو پلانولو کې لاس درلود، په زندان محکوم کړل.
افغان غږ خبری آژانس – مانیتورینګ، دغه ټول پنځه کسان چې جرمني ته د کډوالو په توګه راغلي دي، د ۲۰۱۹ کال راهیسې یې په افغانستان کې د اسلامي دولت له یو جګپوړي غړي سره ارتباط درلود او له هغه څخه یې راډیکاله جهادي ایډیولوژي ترلاسه کوله.

د جرمني د دوسلدورف یوې محکمې ویلي دغه کسان چې له ۲۵ څخه تر ۳۴ کلونو پورې عمرونه لري، د درې کلونو او اتو میاشتو څخه نیولې بیا د نهه نیمو کلونو پورې په زندان محکوم شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي، داسې باور کیږي چې یاد کسان هم هغې حلقې ته داخل شوي چې یو تاجک غړي یې د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې د سویډن د ستاکهولم د لارۍ موټر برید کې لاس درلود او یو بل مسیدونیایي- اتریشي غړي یې په ۲۰۲۰ کال کې د اتریش په پلازمینه ویانا کې څلور کسان ووژل.

ددغو کسانو په منځ کې تر ټولو ډیر قید ۲۶ کلن ثنات الله ته ورکړل شوی، کوم چې د جرمني په ختیځ کې یې د اسلام د یو منتقد یوټوبر د ویشتلو او وژلو پلان طرحه کړی وو.

محکمې ویلي دي دغه برید د جرمني د اړوندو مامورینو له خوا خنثی شوی دی.

۳۳ کلن فرهاد شاه په البانیا کې د ترور د طرحې د جوړیدو په تور په اته نیم کاله زندان محکوم شوی دی.

محکمې ویلي دا قتل هم ځکه ترسره نشو چې بریدګر "د څار پرمهال د نښه شوي کس د هویت په اړه شکمن شوي وو."

درې نور کسان، ۳۴ کلن محمد علي، ۲۹ کلن عزیز جان او ۲۵ کلن کامران په یو ترهګریز سازمان کې د غړیتوب له امله محکوم شوي دي.

محکمې ویلي یادو کسانو د خپلو تندو اسلامي افکارو له مخې غوښتل چې د داعش لپاره جهاد ترسره کړي.

تاجکستان له افغانستان سره څه باندې ۱۳۵۷ کیلومتره پوله لري او څو ځله یې په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو او همدارنګه له هغه هیواد څخه تاجکستان ته د ترهګرو ډلو د نفوذ د پراخیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له زندانونو څخه د بندیانو تر ازادیدو وروسته، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې جلب او جذب زیات کړی دی. /فرانس نیوز
 
https://avapress.com/vdcc11qi42bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته