دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 255543
افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لېوالتیا زیاته شوې ده
د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د عمومي رئیس په وینا؛ په دغه ولايت کې د مېشتو افغان مهاجرينو د وضعيت څېړنه او احصايې ښيي چې ايران ته د مهاجرينو د ورځني راتګ سره سره په دغه هېواد کې د بېکارۍ او د کورونو د کرايي لوړ لګښت او همدارنګه د په افغانستان کي امنيت د کچې د لوړېدو هغه لاملونه دي چي د کډوالو د ستنېدو لېوالتیا زیاته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس، د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو عمومي رئیس سید علي قاسمي وویل: په دغه ولایت کې د بهرنیو اتباعو په وروستۍ سرشمیرنه کې شاوخوا دوه سوه زره اتباع له اجازې پرته او په غیر قانوني توګه ثبت شوي، چې ډیری یې د کار نشتوالی او د کور لوړ لګښت ب خاطر خپل هیواد ته د ستنیدو اراده لري.
 
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ د افغانستان په تحولاتو کښې د خلکو ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه: د افغانستان په مسائلو کښې له اسلامي امارت سره زمونږ د رسمي اړیکو د کچې په پام کې نیولو سره باید د امنیت د ټینګښت په هکله اعتراف وشي. په افغانستان کې د اسلامي امارت په دوره کې د تېر حکومت په پرتله ښه والی راغلی او دا مسئله له رضوي خراسان څخه خپل هېواد ته د افغان مهاجرینو د راستنیدو یو له مهمو عواملو څخه دی.
 
د خراسان رضوي د بهرنيو اتباعو او مهاجرينو دچارو عمومي رئيس وويل: په دغه ولايت کې په سلو کې ٩٥ تنه مجاز او غير مجاز بهرنيان چې زياتره يې افغانان دي په مشهد ښار کې ميشت دي او د سرشميرنې د نوي پلان او تيرو احصاييو له مخې دغه شمير څخه هم زيات دى.
 
قاسمي زیاته کړه: د اټکلونو له مخې په مشهد کښې څه د پاسه ۳۵ زره غیرقانوني اوسیدونکو د مختلفو دلایلو له کبله د کورنیو چارو وزارت د پیژندنې په وروستي پلان کښې ګډون ونکړ.
 
https://avapress.com/vdcjxie8tuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته