دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 255641
بدخشان ته د بهرنیو چارو وزیر یو ورځنی سفر
د بدخشان سیمه ییز چارواکي؛ د "اسلامي امارت" د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له یو ورځني سفر څخه د دغه ولایت مرکز او بهارک ولسوالۍ ته خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: فیض الرحمن عطایی؛ په بدخشان کې دبهرنيو چارو وزارت استازي افغان غږ خبری آژانس ته وويل: اميرخان متقي؛ د «اسلامي امارت» د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبه په ورځ د سرطان په ۲۲ مه فیض آباد ښار ته ورسید. بیا بهارک ولسوالۍ ته ولاړ او تر ۶ بجو پورې په دغه ولایت کې و.
 
د عطايي په وينا، د بهرنيو چارو وزير د سفر موخه د بدخشان ولايت له ځايي چارواکو، اوسېدونکو او د بهرنيو چارو وزارت له کارکوونکو سره ليدنه وه.
 
هغه زياته کړه، چې د بهرنيو چارو وزير د دغه سفر په ترڅ کې د فيض آباد له والي، مسؤلينو، د دولتي ادارو له کارکوونکو او له خلکو سره وکتل.
 
https://avapress.com/vdci5warzt1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته