دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 255668
د اروپا په ځنګلونو اور لګیدنه
په اروپا کې د تودوخې څپې په منځ کې، د ځنګلونو اورونو څپې د دې وچې ځینې برخې نیولې دي.
افغان غږ خبری آژانس: په ځنګلونو کې د اور لګېدنې څپې د اروپا ځينې برخې ځپلې دي او اور وژونکو د چهارشنبې په ورځ په پرتګال کې د تودوخې د غيرمعمولي څپې په ترڅ کې له اور سره مبارزه وکړه چې چارواکي يې د اقليمي بدلون لامل بولي.
 
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په پرتګال کې د ملکي دفاع قوماندان "اندرې فرنانډیز" ویلي، ګڼې اورونه د څه باندې ۶۰۰ کسانو د وتلو لامل شوي دي.
 
هغه زیاته کړه چې شاوخوا ۱۲۰ کسان طبي پاملرنې ته اړتیا لري او دوه کسان - یو ملکي او یو اور وژونکی - سخت ټپیان شوي دي.
 
د اور وژونکو الوتکو د پرتګال په مرکزي برخه کې د تر ټولو ناوړه اور په وړاندې مبارزه کې د ۱۳۰۰اور وژونکو سره مرسته وکړه. په همدې حال کې نورو زرو کسانو د اور د کنټرولولو هڅه وکړه.
 
په اروپا کې د تودوخې څپې په هسپانیه او فرانسه کې - او په ترکیه کې د مدیترانې په اوږدو کې د اور لامل شوي دي.
 
د سیمه ایزو بیړنیو خدماتو په وینا، له ۸۰۰ څخه ډیر اور وژونکي د فرانسې په سویل لویدیځ کې د بورډوکس څخه بهر د دوو ځنګلونو اورونو سره مبارزه وکړه.
 
دغه سازمان اعلان کړی، چې په دغه ځنګلي سیمه کې شاوخوا ۶۵۰۰ کسان له ځمکو او کلیو څخه ایستل شوي دي. په دې اورلګیدنه کې د ژوبلو کسانو شمیر معلوم نه دی . د دغو دوو اورونو په پایله کې په سیمه کې تر ۱۸۰۰ هکتاره زیاته ځمکه ویجاړه شوې ده.
 
د سه شنبې په ورځ د هسپانیې په لویدیځ کې په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله تر ۴۰۰ ډېر کسان له سیمې ایستل شوي دي.
 
د اروپایي اتحادیې چارواکو تیره اونۍ یو خبرداری خپور کړ، اعلان یې وکړ چې د اقلیم بدلون په براعظم کې د اوسني خورا وچ او ګرم دوبي لامل دی، او د سیمه ایزو چارواکو څخه یې وغوښتل چې د ځنګلونو اورونو و بندولو ته چمتو شي.
 
https://avapress.com/vdch-mni623nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته