دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 255891
په افغانستان کې ۴۰ سلنه امیندواره میرمنې د نسايي ولادي خدمتونو ته لاسرسی نه لري
یوه نړیوال انسټیټیوټ راپور ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا څلویښت سلنه امیندواره میرمنې د زیږون پرمهال روغتیایی اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
افغان غږ خبری آژانس: د پاملرنې نړیوال انستیتیوت په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ سلنه امیندواره میرمنې له ولادت څخه مخکې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.
 
دغه انسټیټیوټ زیاته کړه چې اټکل کیږي چې هر کال په هرو سلو زرو زیږونونو کې ۶۳۸ ښځې مري.
 
د دغه روغتيايي سازمان د معلوماتو له مخې، په سلو کې څلوېښت اميندوارې مېرمنې له زېږون مخکې پالنه نه لري او لږ شمېر روغتيايي کارکوونکي په دې برخه کې د روزنې مهارتونه لري.
 
دغه بنسټ ویلي، چې د کرونا له خپرېدو مخکې هم په افغانستان کې ښځې او نجونې روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې له سترو ستونزو سره مخ وو، چې د کرونا له خپرېدو سره یې شمېر څو برابره زیات شوی دی.
 
دغه راز د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د جندر او ټولنیزو نورمونو پر وړاندې خنډونه، د روغتیايي پرسونل کموالی، د اړینو درملو نشتوالی او د روغتیايي پوهاوي کموالی په هېواد کې له زېږون مخکې روغتیايي خدمتونو ته د میندو د لاسرسي پر وړاندې خنډونه دي.
 
وال سټریټ ژورنال هم په ورته وخت کې راپور ورکړی، چې په تېرو شلو کلونو کې د روغتیا په برخه کې له پراخو پانګونو سره سره، افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.
 
خبرپاڼه زیاته کړې، چې په کلیو کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه د مالي سرچینو د نشتوالي له امله تړل شوي او په کلیو کې ښځې اړې دي چې د خدماتو او روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره ښارونو ته راشي.
 
د دې ورځپاڼې په وینا، حتی د ولادي او نسایی ناروغیو لوی روغتونونه به د نړیوالو موسسو له مرستې پرته کار ودروي.
 
دې ورځپاڼې زیاته کړې، چې د نظام له بدلون وروسته له افغانستان څخه د ښځینه ډاکټرانو او قابلو یوه لویه برخه وتلې، چې روغتیايي اسانتیاوو ته د امیندوارو ښځو د لاسرسي په برخه کې یې هم ستونزې را ولاړې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcf1td0yw6dtca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته