دخپریدو نیټه :شنبه ۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 256043
له ایران سره د ۳۵۰ زره ټنو نفتي توکو د پېرلو تړون لاسلیک شو
د اسلامي امارت د مالیې وزارت وايي، د هېواد په بازارونو کې د نفتي توکو د بیو د کنټرول او راټیټولو په موخه له ایران سره د ۳۵۰ زره ټنه نفتي توکو د پېرلو تړون لاسلیک شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت د نفتو او ګازو د دولتي شرکت د یوه ګډ پلاوي د سفر په ترڅ کې د دغه وزارت د نفتي توکو د پېرلو قرارداد د مالیې وزارت له خوا لاسلیک شو.
 
د مالیې وزارت ویاند زیاته کړه، چې په دې سفر کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو سربیره، دواړو لورو د حکومت تر حکومت یا G2G تړونونو لپاره د یوې ګډې کمیټې پر جوړولو، د نفتو د پایپ لاین د جوړولو پر دوام، د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو پر دوام هوکړه وکړه.
 
د اعلامیې له مخې، په دې وروستیو کې دواړو لورو هوکړې ته رسېدلي چې د اسلامي امارت په استازیتوب د هغو افغان خصوصي شرکتونو شمېر چې په ایران کې د نفتي توکو د راکړې ورکړې په برخه کې فعال دي، په رسمي ډول معرفي کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د افغانستان په بازارونو کې د نفتي توکو بيې په بې ساري ډول لوړې شوې دي. د موټر چلوونکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هر ليتر پټرولو بيه ١١٠ افغانۍ او د هر ليتر ډيزل تېلو بيه ١٣٠ افغانيو ته رسېدلې ده.
 
https://avapress.com/vdcfjvd0mw6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته