دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 256262
د تاشکند غونډه؛ د پاکستان استازي د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه
د پاکستان استازي د تاشکند په نړیواله غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران د حل لپاره باید د امریکا بندیزونه لغوه شي او د افغانستان شتمنۍ باید آزادې شي.
افغان غږ خبری آژانس: محمد صادق؛ د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د سې شنبې په ورځ (د اسد ۴مه) د افغانستان د مسئلې په اړه په تاشکند کې نړیوالې غونډې ته په خپله وینا کې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو کنګل شوې زېرمې د افغانانو پورې تړلې وبللې او د بندیزونو د لیرې کولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. د دې شتمنیو خوشې کول د معیشت د بیا رغونې او د افغانستان د اقتصادي بحران د حل لپاره حیاتي دي.
 
نوموړي د دغه هېواد په پلازمېنه تاشکند کې د ازبکستان په کوربه توب د افغانستان د امنیت او پراختیا په اړه په نړیواله غونډه کې د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت وروستي دریځونه تشریح کړل.
 
د پاکستان استازي هم په دې کتنه کې وویل: په افغانستان کې له اسلامي امارت څخه غواړو چې خپلې ژمنې چې بشري حقونه، د ښځو وضعیت، د نجونو تعلیم او له نړیوالو بنسټونو سره د بشردوستانه مرستو په اړه خبرې کوي، هېرې نه کړي.
 
https://avapress.com/vdciqqarrt1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته