دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 257441
اورلګیدنه له فیض آباد څخه دولت آباد ته خپره شوه
د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ بالا مرديان کلي وروسته د بلخ سيمه ييزو چارواکو هم د دغه ولايت د دولت اباد ولسوالۍ په دوو کليو کې د اور لګېدو خبر ورکړى، چې په کې د استوګنې لس کورونه سوځېدلي دي. تر دې مخکې د جوزجان چارواکو دغه اورونه د «پیریانو» کار بللی و.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: وروسته له هغې چې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په بالامردیان کلي کې اور مړ شو، د بلخ سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د اورلګیدنې د پیلیدو خبر ورکړ.
 
محمد آصف وزیري؛ د بلخ د پولیسو ویاند نن دوشنبه د اسد ۳۱مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دا پېښه تېره ورځ د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د "تلي ګک" او "قرچي ګک" په کلیو کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دا اورلګېدنه "طبيعي" وه او تر اوسه د استوګنې لس کورونه سوځېدلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د جوزجان د بالا مردان په کلي کې اورلګېدنه دوه اوونۍ روانه وه او د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ اور مړ شو. خو په پایله کې یې شاوخوا ۳۰۰ د استوګنې کورونه سوځول شوي او نږدې دوه زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.
 
د جوزجان سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت د والي په ګډون "پیریان" د اور لګېدنې لامل بولي. خو د پېښې قربانيان وايي، چې نامعلومو وسله والو يې کورونه سوځولي دي.
 
https://avapress.com/vdci5yarzt1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته