دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 257445
د فاریاب د انګورو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د فارياب د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زيات شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: عزت الله نورانی؛ د فارياب د کرنې او اوبو لګولو رييس نن دوشنبه د اسد په ٣١مه، افغان غږ خبری آژانس ته وويل: سږ کال له وچکالۍ سره سره نه يوازې د انګورو حاصلات نه دي کم شوي؛ بلکه،  ۴۰٪ زیاتوالی ښیي.
 
د هغه په ​​وينا، سږ کال باغ لرونکو له خپل باغ څخه ٧٠ منه انګور ترلاسه کړي، چې تېر کال يې ٤٠ منه انګور ترلاسه کول.
 
د فارياب د کرنې رييس وويل، چې په فارياب کې شاوخوا ١٥٥٤٥ هکتاره د انګورو باغونه شته، چې له ٧٠زره ټنه ډېر انګور به ترلاسه شي.
 
د روان پسرلي په پيل کې د فارياب د کرنې رياست چارواکي په دغه ولايت کې د بې سارې يخنۍ او ږلۍ له امله اندېښمن وو. خو د دې ادارې مشر وايي، د اقلیم له بدلون سره سره انګورو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
 
نوراني زياته کړه، د فارياب انګور په ځانګړي ډول د ميمنې ښار د قيصار، المار، خواجه سبزپوش او شيرين تګاب ولسواليو ډېر مشهور دي او د هېواد په شمالي بازارونو او همدارنګه په کابل کې د نورو ولايتونو د انګورو په پرتله په لوړه بيه پلورل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcc0mqip2bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته