دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 257616
د تخار اوسېدونکي د جنوبي کوچیانو له تاوتریخوالي شکایت کوي؛ محلي حکومت: دا دروغ دي
د تخار ولایت د کوکچې د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، چې هره ورځ له سوېلي ولایتونو سلګونه کوچي کورنۍ د دوی سیمو ته را اوړي او ځمکې او جایدادونه یې په زور اخلي. خو د تخار ځايي چارواکي د خلکو دغه ادعا ردوي او بې بنسټه بولي.
افغان غږ خبری آژانس: د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین او دشت قلعه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې دغو دوو ولسوالیو ته د پاکستان تر نامه لاندې نږدې زر کوچي کورنۍ راغلي دي او په تیرو څو ورځو کې مهاجرین د خلکو په ځمکو کې میشت دي.
 
د دوی په وینا، په تخار کې د اسلامي امارت چارواکي د کوچیانو د تاوتریخوالي په وړاندې چوپه خوله دي او کوچیانو په عملي توګه د خلکو ځمکې غصب کړي دي.
 
د کوکچې د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکو ټينګار وکړ، چې د ژوند يوازينۍ لار يې کرنيزې ځمکې دي او که کوچيان يې ځمکې ونيسي؛ نو له تخار څخه به بل ځاى ته کډه شي.
 
د تخار اوسېدونکي له دولتي چارواکو غواړي چې د کوچیانو د جبر مخه ونیسي او خپلې ځمکې د کوچیانو له منګولو وباسي.
 
د دوی په خبره، شاوخوا څلور کاله کېږي چې د دغه ولایت له کوکچې هاخوا ولسوالیو ته د کوچیانو د راتګ بهیر پیل شوی دی. خو په وروستیو ورځو کې یې زور اخیستی دی.
 
د تخار د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالله نوم، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: یو شمېر کسان د نقالین په نوم راغلي او زموږ ځمکې یې په زور اخیستي، زه د کارګر په توګه کار کوم.
 
 د تخار د اوسېدونکو په وينا، دغه ځمکې له پلرونو څخه په ميراث پاتې دي او رسمي اسناد يې هم لري. خو له دې سره سره کوچیانو د هغه ځمکې په زور اخیستي دي.
 
خو د تخار سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د خلکو دا ادعا ردوي.
 
عبدالمبین صافی؛ د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند افغان غږ خبری آژانس ته وویل: ټولې ادعا شوې قضیې بې اساسه او بې بنسټه خبرونه دي او موږ یې په کلکه ردوو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ميدان وردګو او غزني په ګډون د هېواد د نورو ولايتونو اوسېدونکو هم د کوچيانو له تاوتريخوالي شکايت کړى دى.
 
https://avapress.com/vdccsmqie2bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته