دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 257630
سېلاب د پنجشېر عامه لاره تړلې ده
د پنجشېر ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، سېلاب تېره شپه (چهارشنبه، سنبله ۲) د دغه ولایت عامه لاره تړلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د پنجشېر ولایت د حصه اول ولسوالۍ په پشغور کلي کې د سېلابونو له امله د پنجشېر ولایت عامه لاره نن (چهارشنبه، سنبله ۲) سخته ویجاړه شوې ده.
 
ځايي سرچينې وايي، چې د پنجشېر سيند اوبه د پشغور په سيمه کې له عمومي لارې وتلې او د سيمې د اوسېدونکو سړکونو او کورونو ته بهېږي.
 
د تېرې ورځې سېلابونو د پنجشېر ولايت د دره او آبشار ولسواليو اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcipyarut1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته