دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 257752
د افغان کډوالو په اړه د رحمان او ګوتیرش خبری
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه له تاجکستان څخه د افغان کډوالو پر وضعیت او د هغوی په اجباري شړلو نیوکې کوي، د دغه هېواد ولسمشر امام علي رحمان او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په دې اړه سلا مشورې وکړې. رحمان په دې ټلیفوني خبرو کې وویل چې نړۍ باید په اوسني ستونزمن حالت کې د افغانستان ځورېدلي خلک یوازې پرې نه ږدي.
افغان غږ خبری آژانس: د تاجکستان د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې امام علی رحمان په دغه ټیلیفونی خبرو کښې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د بشری مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي رحمان وویل، نړۍ باید د افغانستان کړکېچن خلک په اوسني ستونزمن حالت کې یوازې پرې نه ږدي.
 
هغه وویل، تاجکستان چمتو دی چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره خپل لوژستیکي وړتیاوې برابرې کړي.
 
په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري شړلو له امله د تاجکستان پر حکومت نیوکه کړې ده.
 
دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د کډوالو جبري اخراج یو غیر قانوني عمل دی او دا کار د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
 
د دغې ادارې په وینا، د اګسټ په ۲۳مه د تاجکستان حکومت د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مداخلې سره سره پنځه افغان کډوال، درې ماشومان د مور په ګډون د دغه هېواد د جنوب څخه د «پنج پایان» بندر له لارې افغانستان ته راستانه کړل.
 
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د نړیوال خوندیتوب مشرې الیزابت تان وویل: "موږ له تاجکستان څخه غواړو چې د کډوالو د نیولو او شړلو مخه ونیسي، چې په ښکاره ډول د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي."
 
هغه زیاته کړه چې د پناه غوښتونکو جبري اخراج د مهاجرت د قوانینو او د نه اخراج د اصولو خلاف کار دی.
 
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې له تیر کال راهیسې دغه سازمان په تاجکستان کې د کډوالو د توقیف او جبري شړلو ډیرې قضیې ثبت کړي دي.
 
 
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د پخواني رژیم له نسکورېدو وروسته سلګونه کډوالې کورنۍ تاجکستان ته تللي، چې ویل کېږي په ډېر بد وضعیت کې دي.
 
د تاجکستان حکومت په افغان کډوالو ډیر سخت بندیزونه لري.
 
https://avapress.com/vdcdk50xxyt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته