دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 258075
د نیمروز ماشومانو لپاره د یونیسف مرستي/ ۱۷۵۰۰ ماشومان به له زده کړو برخمن شي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د معلوماتو له مخې، دې ادارې په نیمروز ولایت کې ۱۷۵۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق چارواکو د شنبې په ورځ (سنبله ۱۲) وویل چې دغه شمیر ماشومان به د نیمروز ولایت په لرو پرتو سیمو کې د ۵۰۰ نارینه او ښځینه ښوونکو په ګمارلو سره د پوهنې له نعمت څخه برخمن شي.
 
د یونیسف د چارواکو په وینا، دغه پروګرام به په نیمروز کې له زده کړو بې برخې ماشومان د نامعلومې مودې لپاره تر پوښښ لاندې راولي.
 
نيمروز يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى ماشومان يې د زده کړو د نشتوالي له امله له زده کړو بې برخې دي.
 
https://avapress.com/vdccm4qip2bqpx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته