دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 258253
د اسیا جام کرکټ سیالی / هند خپله دویمه ماتې وخوړه
د ۲۰۲۲ کال د اسیا د ملتونو جام کرکټ سیالیو په دوام؛ هند په خپله دویمه لوبه کې د سریلانکا څخه په شپږو ویکټو ماتې وخوړه.
افغان غږ خبری آژانس: د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون په خپله دویمه لوبه کې چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ترسره شوه، د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې څخه په شپږو ویکټو ماتې وخوړه.
 
هند لوبه د توپ وهنې سره پیل کړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره سریلانکا ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.
 
د توپ وهنې په برخه کې د هند لوبډلې کپتان روهیت شرما د خپلې لوبډلې لپاره ۷۲ منډې جوړې کړې.
 
د دې لوبې په دوام کې سریلانکا وکولای شول چې دغه زړه راښکونکې سیالي په وروستي اوور کې په خپله ګټه پای ته ورسوي چې یوازې یوه توپ پاتې وه.
 
په دې بریا سره سریلانکا د دې جام وروستي پړاو ته یو بل ګام هم نږدې شو او که خپله راتلونکې لوبه له پاکستان څخه وګټي نو په مستقیم ډول به د دې جام وروستي پړاو ته لار ومومي.
 
د دغو سیالیو په دوام کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د غوره څلوریزو په پړاو کې په خپله دویمه لوبه کې نن (وږي ۱۶) د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ د پاکستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
 
که ملي لوبډله دغه لوبه وګټي نو د دې سیالیو فاینل ته د تلو چانس به ترلاسه کړي.
 
https://avapress.com/vdcamanue49nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته