دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 258336
اوکراین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر
امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه نااعلان شوي سفر اوکراین ته تللی او اوس کییف ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن (پنجشنبه، سنبلي ۱۷) له اوکراین څخه لیدنه وکړه.
 
"اسوشیتد پرس" په دې اړه خبر ورکړی: "بلینکن په یوه نااعلان شوي سفر اوکراین ته تللی او اوس کییف کي دی."
 
د دغه راپور له مخې، کییف ته د بلنکین ناڅاپي سفر له اوکراین سره د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د نوې او سترې پوځي مرستې له اعلان سره هم مهاله دی.
 
له بلې خوا د اوکرایین د وسله والو ځواکونو قوماندان جنرال والیري زالوجیني په اوکراین کې د روسیې له خوا د اټومي وسلو د استعمال د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ.
 
د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴ مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اردو ته امر وکړ چې په اوکراین کې "ځانګړي پوځي عملیات" پیل کړي، دا امر څو ورځې وروسته له هغې وشو چې مسکو له اوکراین څخه د دونباس په سیمه کې د دوو جمهوریتونو دونیتسک او لوهانسک د خپلواکۍ په رسمیت وپیژندل.
 
https://avapress.com/vdcc14qie2bqp18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته