دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 258384
په سرپل کې وچکالۍ؛ حکومت خلکو ته په ټانکرونو کي اوبه رسوي
د سرپل سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۷۵۰۰ کورنیو ته د ټانکرونو له لارې د څښاک اوبه وېشل کېږي. د دوی په وینا، د دغه ولایت د صیاد او سوزمه کلا د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي له دغو خدمتونو ګټه اخلي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: محمد عمر سرپلی؛ د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د څښاک د پاکو اوبو د کمښت له امله د کليو پراختيا رياست مسوولينو د خيريه موسسو په همکارۍ د دغه ولايت په ٧٥٠٠ کورنيو د ټانکرونو له لارې د څښاک اوبه وېشلي دي.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پروسه کې به تر راتلونکو څو مياشتو پورې د دغه ولايت په سرپل ښار، صياد او سوزمه کلا ولسواليو کې د ١١ ميليونه افغانيو په لګښت ١٦٠ زره لېتره پاکې اوبه ووېشل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د سرپل ولايت روغتيايي چارواکو د څښاک د پاکو اوبو له کمښت څخه شکايت کاوه او د پاکو اوبو نشتوالى يې د اسهال او کانګې د ناروغيو لامل بولي.
 
وچکالۍ او د باران نشتوالي د سرپل د اوبو سطحه سخته ټيټه کړې ده، چې د دغه ولایت د سمندري حوزې د مسوولینو په وینا تر ۲۰۴۰ کال پورې به د دغه ولایت ټولې تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.
 
https://avapress.com/vdcfccd0jw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته