دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 258608
اسلامي امارت د افغانستان منجمد شوې پیسې مرکزي بانک ته د بیرته استولو غوښتنه وکړه
اسلامي امارت په سویس کې یوه بانک ته د افغانستان د نیمایي منجمد شویو شتمنیو د سپارلو د خبر په غبرګون کې، د امریکا متحده ایالاتو له دې پریکړې سره د مخالفت ترڅنګ، د دغه هیواد مرکزي بانک ته د دغو پیسو د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې دولتي تلویزیون د سنبلې په ۲۲ مه خبر ورکړ، چې اسلامي امارت د امریکایانو له پلان سره د مخالفت په ترڅ کې د افغانستان مرکزي بانک ته د منجمد شویو پیسو د انتقال غوښتنه کړې ده.
 
د اسلامي امارت د مرکزي بانک یوه چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی د ترکیې دولتي ټلویزیون ته ویلي، چې امریکا کولای شي د سویس یوه بانک ته د پیسو په انتقالولو سره دغه پیسې وڅاري.
 
په داسې حال کې چې اسلامي امارت د سویس بانک ته د افغانستان د منجمد شویو پیسو د انتقال په اړه د امریکا له پلان سره مخالفت ښودلی، امریکا په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې په دې برخه کې د متخصصینو یوه هیئت وټاکي.
 
د یادولو وړ ده چې امریکا د اسلامي امارت له استازو سره تر ډیرو بحثونو وروسته پریکړه وکړه چې د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ په سویس کې د بین المللي تصفیې بانک (BIS) ته وسپاري
https://avapress.com/vdce7v8wvjh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته