دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 258798
له ګوانتانامو زندانه د وروستي افغان بندي خوشې کېدل؛ حاجی بشر نورزی کابل ته راورسید
باوري سرچینې تاییدوي چې بشر نورزی د ملا محمد عمر ته له نږدې کسانو او د ګوانتانامو وروستی افغان زنداني نن سهار کابل ته راغلی دی. نورزی د هېواد په جنوب کې یو له سترو پیسو تبادله کوونکو څخه و، چې د اسلامي امارت د پخواني واکمنۍ پر مهال یې د اسعارو د تبادلې او راکړې ورکړې لپاره لویه شبکه جوړه کړې وه.
افغان غږ خبری آژانس: حاجي بشر نورزی چې د اسلامي امارت د بنسټ ایښودونکي او پخواني مشر ملا محمد عمر له نږدې کسانو او د دې ډلې یو تمویل کوونکی و، له ګوانتانامو زندان څخه له خلاصون وروسته کابل ته راستون شو.
 
نورزی چې په ګوانتانامو زندان کې وروستی افغان بندي و، په ۲۰۰۵ کال کې د امریکايي پولیسو له خوا په نیویارک کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ونیول شو او په عمري بند محکوم شو.
 
اسلامي امارت ته نږدې سرچینې وايي، چې نورزی د اسلامي امارت له لوري د یوه امریکايي تبعه د خلاصون په بدل کې له بنده خوشې شوی، خو د امریکايي تبعه د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي. که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په رسمي ډول دا موضوع نه ده تایید کړې، خو د امریکا حکومت په وار وار د اسلامي امارت له لوري د امریکايي مارک فریکس د خلاصون غوښتنه کړې ده.
 
تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر پر مهال له قطري چارواکو سره د نورزي د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.
 
نورزی د هېواد په جنوب کې یو له سترو پیسو تبادله کوونکو څخه و، چې د اسلامي امارت د پخواني واکمنۍ پر مهال یې د اسعارو د تبادلې او راکړې ورکړې لپاره لویه شبکه جوړه کړې وه.
 
نوموړی هم یو له پخوانیو جهادي قومندانانو څخه و، چې د اسلامي امارت له مشر او بنسټګر ملا محمد عمر سره د اړیکو له امله مشهور شو او په افغانستان کې د دغې ډلې د واکمنۍ پر مهال یې یو له مالي ملاتړو څخه ګڼل کیده.
 
نوموړی له یوې اونۍ توقیف او له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره تر معاملې وروسته خوشې شو او د ۴۰۰ راکټ لانچرونو په ګډون یې له ۱۵ څخه زیاتې درنې وسلې امریکايي ځواکونو ته وسپارلې.
 
نورزی پر افغانستان د امریکا د برید پر مهال په پاکستان کې اوسېده، خو په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته سپین بولدک ته راستون شو او د امریکايي ځانګړو ځواکونو له ډلې سره یې خبرې پیل کړې. په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا د څارګرې ادارې د یوه استازي له ضمانت وروسته هغه هېواد ته د تګ موافقه وکړه، خو په نیویارک کې له څو ورځو پاتې کېدو وروسته د فدرالي ادارې له خوا ونیول شو او د یوې محکمې له خوا په عمري بند محکوم شو.
 
https://avapress.com/vdceov8wvjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته