دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 258921
د ملتونو حقوق تر بشري حقونو لوړ دي، چې د ظالمو قدرتونو له خوا تر پښو لاندې کیږي/ موږ د اټومي وسلو په لټه کې نه یو
د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو د ۷۷مې کلنۍ غونډې په دریمه ورځ په یوه وینا کښې د نړیوال عدالت په تامینولو کښې د خپل هیواد د لیوالتیا په څرګندولو سره د بشر حقونه د ملتونو له حقوقو څخه لوړ وبلل او زیاته یې کړه: دغه حق د ظالمو قدرتونو لخوا تر پښو لاندې کیږي. د هغه په وینا ایران د اټومي وسلو په لټه کې نه دی. دا په داسې حال کښې دی چې ادعا کوونکی حکومتونو د اټومی وسلو تولید او استعمال ته دوام ورکړی او دغه وسلې یې صهیونیسټ رژیم ته ډالۍ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رئیسی پرون (چهارشنبه سنبلې ۳۰) د ملګرو ملتونو د عمومی غونډي په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې ټینګار وکړ چې د عدالت د تامینولو هیله د خدای ډالۍ ده. هغه وویل: موږ د عدالت د نړیوال کیدو ملاتړ کوو. ځکه عدالت یووالی دی او ظلم د جنګ جوړونکی دی.
 
آيت الله رئيسي څرګنده كړه: د بې عدالتۍ جمع كول د خلكو د خوځښت سبب ګرځي. ډېر خوځښتونه د انقلاب بلوغ ته نه دي رسېدلي او ډېری انقلابونه له خپلې اصلي لارې منحرف شوي دي، خو د ځينو انقلابونو برياليتوب لکه د ايران د اسلامي انقلاب د ماهيت په دوام کې د عدالت د ټينګښت هيله په زړونو کې ژوندۍ او ولاړه ده.
 
د ایران ولسمشر په دې باندې په تاکید سره چې مونږ د بشریت په ګډ برخلیک باور لرو او د عدالت له نړیوال کیدو څخه ملاتړ کوو، څرګنده کړه: هغه هیواد چې د عدالت ادعا کوی خو له ترهګرو ملاتړ کوی، باید په انسانیت، آزادی او عدالت شرمنده شی. د بشري حقونو څخه پورته، د لویو قدرتونو لخوا په اسانۍ سره د ملتونو حقونه تر پښو لاندې کیږي.
 
ایت الله رئیسي دې ته په اشارې سره چې له ترهګرۍ سره د مبارزې اتل او د داعش له منځه وړونکی بل هیڅوک نه و بلکې جنرال قاسم سلیماني وو چې د سیمې د ولسونو د آزادۍ په لاره کې په شهادت ورسید.
 
رئیسي ټینګار وکړ: د هغه جنایت عادلانه چلند چې د امریکا پخواني جمهور رئیس اعتراف کړی، د بشریت خدمت دی، ترڅو له اوس څخه به ظلم له منځه ولاړ شي او عدالت به تامین شي. موږ به د عدالت د تطبيق او د شهيد جنرال قاسم سليماني د شهادت محاکمه د يوې عادلانه محکمې له لارې تر هغه پورې تعقيب کړو چې يوې حتمي نتيجې ته ونه رسيږي.
 
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډي ۷۷مه کلنۍ غونډه د سیاسي هیئتونو او د دولتونو د مشرانو په شتون سره د سه شنبې په ورځ، سنبلې ۲۹ د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په وینا سره پیل شوه. د غونډې د دويمې ورځې ويناوې په ځايي وخت د سهار په نهو بجو د ملګرو ملتو په عمومي تالار کښې پيل شوې او د ايران ولسمشر له نايجريا وروسته دويم ويناوال وو.
 
د ایران ولسمشر د سې شنبې په ورځ د یوه سیاسي پلاوي په مشرۍ نیویارک ته ورسېد او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره یې وکتل او په وروستیو دوو ورځو کې یې له ایراني چارواکو سره د کتنې ترڅنګ وویل. د فرانسې، سویس، بولیویا د هیوادونو مشرانو، د عراق، پاکستان صدراعظمانو او د اروپا د شورا رئیس په خپل هوټل کې وکتل او خبرې یې وکړې.
 
د ملګرو ملتونو د تعلیمي اصلاحاتو په غونډه کې ګډون او د مذهبونو له مشرانو سره لیدنه ملګرو ملتونو ته د ایران د ولسمشر د سفر له نورو پلانونو څخه وو. نوموړی به د دغه سفر په دوام کې په سرمشریزه کې د حاضرو یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره هم ووینی.
 
د ملګرو ملتونو ۷۷مه عمومي غونډه به د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر له ۲۰مې تر ۲۶مې نېټې پورې د یوې اوونۍ لپاره د نیویارک په منهاټن ښار کې د دغه نړیوال سازمان په مرکزي دفتر کې جوړه شي. د ملګرو ملتونو سږنۍ عمومي غونډه، د نړۍ د مشرانو په شتون سره، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کې د کوویډ - 19 ناروغۍ وروسته ترسره شوه، چې په نړۍ کې ترټولو لویه ډیپلوماتیکه غونډه ده.
 
https://avapress.com/vdcci4qis2bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته