افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: عبیدالله عابدی؛ دکندز دامنيې قوماندانۍ وياند
افغان غږ خبری آژانس ته وويل: دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دتروريزم پرخلاف دمبارزې مديريت دامنيتي ځواکونو منسوبينو نن سهار ددغه ولايت په اقتاش ولسوالۍ کې دوسله والو مخالفينو يوه ډيپو دکشف او عملياتي راپور په ترڅ کې ترلاسه کړه .
د هغه په وينا، دغه مهمات د اربکيانو د يوه قوماندان له خوا د استوګنې په يوه کور کې د ښخولو پر مهال ځاى پر ځاى شوي وو.
په ترلاسه شوو مهماتو او وسلو کې لس د راکټ مرمۍ، یو راکټ لانچر، یو میل د سپکو وسلو مرمۍ، دوه لاسي بمونه، ۳۲۰ د پیکا مرمۍ، ۳۷۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۴ د کلاشینکوف مرمۍ، یوه کمره، یوه راکټ او دوه میله کلاشینکوفونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندز ولایت امنیتي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې کور په کور چاڼیز عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې سلګونه میله سپکې او درنې وسلې او یوه زیاته اندازه مهمات او پوځي یونیفورم ترلاسه شوي دي.