دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 259502
د فاریاب ولایت د اقتصاد رئیس ووژل شو
د فاریاب سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې د دغه ولایت د اقتصاد رئیس د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: شمس الله محمدی؛ د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د شنبې په ورځ د ميزان په ۱۶مه د فارياب ولايت د اقتصاد رئيس عبدالرحمن منور د قيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
 
د هغه په ​​وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د اقتصاد رئيس د قيصار ولسوالۍ له مرکز څخه د خپل کلي پر لور روان و، چې د تمچي او جګدلک کليو ترمنځ سيمه کې د وسله والو له خوا ووژل شو او قاتلين يې له سيمې وتښتېدل.
 
محمدي زياته کړه چې د دغې پيښې د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري او د دغه ولايت د اقتصاد د رييس قاتلين د امنيتي ځواکونو په لټه کې دي.
https://avapress.com/vdciu3arrt1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته