دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 259513
په بلخ کې د پنبې د پروسس د یوې فابریکې د فعالیت پیل
په بلخ ولایت کې د پنبې د پروسس یوې فابریکې چې هره ورځ د ۷۰ ټنو پنبې د پروسس ظرفیت لري په کار پیل وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د پنبې د پروسس د دغې فابریکې مدیر وايي چې دغه فابریکه یې د دوه میلیونه ډالرو په پانګونې سره فعاله کړې او اوس په دغه فابریکه کې ۱۰۰ تنه کارګران په کار بوخت دي.
 
د دې کور مسوول وايي، دغه فابریکه په یوه ورځ کې د ۷۰ ټنو پنبې د پروسس ظرفیت لري.
 
د دې فابریکې مدیر سید هاشم هاشمي وویل:"په راتلونکي کې پلان لرو چې دلته د نفتو د تولید یوه فابریکه جوړه کړو او د پنبې فابریکه په سوت بدله کړو."
 
بل خوا په دې فابريکه کې هغه کارګران چې په کار بوخت دي وايي چې اوس په دې فابريکه کې په کار کولو سره خپلې کورنۍ ته يوه ګوله ډوډۍ پيداکوي.
 
يو کارګر، کريم وويل: "شاوخوا سل تنه چې دلته کار کوي، هر يو يې کورنۍ لري او له دې لارې د ژوند کولو توان لري."
 
بل کارګر نوراغا وويل: "موږ ډېر خوښ يو چې زموږ سوداګر زموږ لپاره دا ډول فابريکه جوړوي او موږ د دې فابريکې کارمندان شو، ترڅو بهر ته لاړ نه شو او په دې قاچاقي لارو کې ووژل شو او بدبخته شو."
 
خو د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین په دغه ولایت کې د پانګوالو د ستونزو د حل لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.
 
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي په دې اړه وویل:«موږ هغه تګلارې تعقیبوو چې زموږ سوداګر باید د ګاونډیو هېوادونو او نړۍ په شان معیارونه پوره کړي.»
 
دا مهال په مزارشريف ښار کې د خوراکي توکو او جامو د توليد په برخه کې شاوخوا درې سوه فابريکې فعاليت لري، خو د برېښنا د لګښت د بيې لوړوالى او د اومو موادو کمښت د دغو فابريکو پر وړاندې لويې ننګونې دي.
https://avapress.com/vdca6onue49nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته