دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 259607
د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او ریچارډ بینیټ کتنه/ متقي: د اسلامي امارت د مشر حکمونه د خلکو د حقونو د تامین په موخه دي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي استازي سره وکتل. په دې کتنه کې مفتي وویل چې د اسلامي امارت د رهبر حکم له خلکو سره په تعامل او ښه چلند او د هغوی د حقوقو په تامین کې دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی په افغانستان کې د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ سره وکتل.
 
په دې کتنه کې متقي وويل: "اختطاف کوونکي او غاصبين نور نه شي کولاى د چا حقونه تر پښو لاندې کړي."
 
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وشوې.
 
متقي زیاته کړه چې د اسلامي امارت رهبر د امر او ګڼو غونډو په ترڅ کې د امارت مسؤلین هڅوي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او د هغوی حقوق ورکړي.
 
د بهرنیو چارو وزیر بینیټ ته وویل: "د دې پرځای چې په یو بل باندې نیوکې وکړو، موږ باید په ګډه کار وکړو، حقایق دلته راوباسئ او کوم پرمختګ چې شوی دی خپور کړو."
 
متقي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي په اړه هم ډاډ ورکړ.
 
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ چې په دې وروستیو کې یې دنده په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره غځول شوې ده، څه موده وړاندې د بشري حقونو شورا ته د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.
 
بینیټ وویل چې "افغانان د بشري حقونو په داسې بحران کې راګیر دي چې نړۍ یې د حل توان نلري."
 
ریچارډ بینیټ د بشري حقونو د شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې شیعه ګان او هزاره ګان له "منظم" بریدونو سره مخ دي چې کیدای شي یو نړیوال جرم وي.
 
د یادولو وړ ده چې دا د ریچارډ بینیټ دویم سفر دی د اسلامي امارت د تر ولکي وروسته.
 
ویل شوي چې بنت پرون د رئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره وکتل.
 
https://avapress.com/vdce7o8wfjh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته