دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 255806
امیرخان متقي د ایران له سفیر امینیان سره ولیدل / د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې په ګټه دی
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست وزیر اميرخان متقي د ايران له سفير سره وکتل . په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. دغه راز د ايران سفير بهادر امينيان هم په افغانستان کې امنيت او ثبات د سيمې په ګټه وباله او زياته يې کړه چې موږ هڅه کوو له افغانستان سره د ګډو پولو له لارې د ښه ګاونډيتوب په ساتلو کې له دوه اړخيزو همکاريو څخه مثبته ګټه پورته کړو.
افغان غږ خبری آژانس: د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن یکشنبه (سرطان ۲۶) د یوې بیانیې په خپرولو سره د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی او بهادر امینیان د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر سره د لیدنې خبر ورکړ.
 
دده په وینا؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د مهاجرينو، بنديانو، نشه يي توکو، سرحدي ستونزو، سوداګرۍ او دوه اړخيزو همکاريو په اړه خبرې وکړې.
 
د ایران سفیر په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې په ګټه وباله او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره د ګډو پولو له لارې د ښه ګاونډیتوب په ساتلو کې له متقابل مثبتې استفادې څخه کار واخلو.
 
نوموړي له افغان بزګرانو سره د کرنې په برخه کې همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ او د افغاني محصولاتو واردولو ته یې لومړیتوب ورکړ.
 
په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي له ایران سره د اړیکو او مثبتو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه.
 
هغه وويل، افغانستان هڅه کوي چې د سيمه ييز ترانزيټ مرکز شي او په دې برخه کې د ايران او تاجکستان ترمنځ د سوداګريزو توکو په لېږد رالېږد کې برخه واخلي او لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
 
دواړو لورو موافقه وکړه چې د سرحدي ستونزو د بیا کتنې او د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا په موخه به د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریت ګډ پلاوي غونډې کوي ترڅو دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې له سوداګریزو او دوه اړخیزو همکاریو څخه ښه ګټه پورته کړي. .
 
https://avapress.com/vdcbgsb50rhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته