دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 259751
په هلمند کې د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه د پنبې د کښت زیاتول
د اسلامي امارت د رهبري هیئت له لوري د نشه يي توکو پر کښت د بندیز د فرمان له صادریدو وروسته، د هلمند د کرنې ریاست د دې ولایت په کروندو کې د کوکنارو د بدیل په توګه د پنبې کښت زیاتول اعلان کړل.
افغان غږ خبری آژانس: که څه هم د هلمند په ډېرو سیمو کې پنبه کرل شوې، خو کروندګر وايي، چې سږ کال یې د بې وخته اورښتونو او وچکالۍ له امله ښه حاصلات نه دي ترلاسه کړي.
 
د هلمند ولايت يو تن کروندګر دادالله وايي: «سږ کال کوکنار نه وو، نو ډېر پنبه کرل شوې ده. "پنبه ښه بیه او بازار لري، خو بزګران نه شي کولای خپلې اړتیاوې پوره کړي، ځکه سږ کال د پنبې حاصلات کم دي."
 
بلخوا د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين هم تاييدوي، چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله زيات پنبه کرل شوې، خو سږ کال د نباتي ناروغيو او وچکالۍ له امله حاصلات کم دي.
 
محمد نسیم مسلم؛ د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست د پراختيا رييس وايي: سږ کال په هلمند کې په ١٥٣٧٠ هکتاره کرنيزو ځمکو کې پنبه کرل شوې چې د تېر کال په پرتله زياتوالى لري. خو د نباتاتو د ناروغیو او وچکالۍ له امله سږ کال حاصلات کم دي.
 
بل خوا د هلمند د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې د بست فابریکې په ګډون ۳۵ د پنبې پروسس فابریکې فعالیت لري.
 
د هلمند د سوداګرۍ خونې مشر غلام يحيى پښتون وايي، که چېرې دا ټولې فابريکې سږ کال پنبه پروسس کړي، نو کولاى شي درې ولايتونو ته د پنبې غوړي، اتو ولايتونو ته کنجره او لسو ولايتونو ته صابون ورسوي.
 
د يادونې وړ ده، چې سږ کال نه يوازې په هلمند، بلکې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د بې موسمي اورښتونو او وچکالۍ له امله د کروندګرو کروندې زيانمنې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdceno8wzjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته